د چين د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د مارچ په ۲۷مې نېټې په يوه غونډه کې ((د چين د کمونېست ګوند د سيمه ييزو کمېسيونونو کاري قواعد)) تر سنجش لاندې ونيول. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.
نوموړي په دغه غونډه کې وغوښتل، چې د بېلا بېلو سيمو ګوندي کمېسيونونه بايد په پوره، دقيقه او هراړخيزه توګه د نوي پرمختګ مفکوره پلې کړي، د لوړ کيفيت پرمختګ ته وده ورکړي، د خلکو ژوند دې ډاډمن او ښه کړي، ملي امنيت او ټولنيز ثبات دې وساتي او د کاري فعالیت په اړه دې مناسب افکار غوره او عملي کړي.































