د ايران، چين او کيوبا په غوښتنې سره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې د مارچ په ۲۷مه نېټه د ایران پر میناب ښوونځي د برید په اړه بېړنۍ مباحثه تر سره کړې. د ملګرو ملتونو په جینيوا دفتر او په سويس کې د نړيوالو سازمانونو په استازنځايونو کې د چين دايمي استازي جيا ګوي ده په یاده مباحثه کې د چين دریځ بيان کړی.
نوموړي ویلي، چې امريکا او اسرائيل د امنيت شورا له اجازې پرته پر ايران برید کړی او ياده تراژيدي يې جوړه کړې. امريکا او اسرائيل نه يوازې د ايران مشران وژلي او د ايرانيانو بشري حقونه يې نقض کړي، بلکې د منځني ختيځ سيمه ييزې شخړې يې لا نورې سختې کړې. د هغه په خبره، د ټولو هېوادونو ملي حاکميت، امنيت او د ځمکنۍ بشپړتيا بايد کافي درناوی تر لاسه کړي. چين له نړيوال قانون څخه د سرغړونې او پر عامو خلکو او غير پوځي موخو د بريدونو سخته غندنه کوي.































