په دې وروستیو کلونو کې، د چین په اقتصادي او ستراتیژیکو بحثونو کې یوه مشهوره کلمه رامنځته شوې ده: «د نوي کيفيت تولیدي ځواک».
د دې شهرت د لوړې کچې اعلانونو او حکومتي اسنادو ورهاخوا پراخ شوی او په ژوره توګه صنعتي عمل او ټولنیز ژوند ته ننوځي. دا مفهوم د چین د دولت رئیس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی چې په چټکۍ سره له اقتصادي تیوري څخه د ملي ستراتیژۍ پر اصلي برخې بدل شوی او د دغه هېواد د لوړ کیفیت پرمختګ “نوی انجن” ګرځېدلی دی. دغه راز د نوي کیفیت تولیدي ځواک نه یوازې په تیوري کې انقلاب دی، بلکې د اوسني پېر په بدلون کې یې هم رول لوبولی دی.
د نوي کيفيت تولیدي ځواک مفهوم لومړی ځل د چین د دولت رئیس شي جین پینګ لخوا د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې وړاندې شوی. د دغه مفهوم له مخې، د نوي کیفیت تولیدي ځواک د تولید یو پرمختللی حالت دی چې د ټېکنالوژیک نوښت لخوا پرمخ وړل کېږي، د دودیزې ودې لارو څخه جلا کېږي او د نوي پرمختګ له مفکورې سره سمون لري. د نوي کیفیت تولیدي ځواک د لوړې ټېکنالوژۍ، لوړ موثریت، او لوړ کیفیت ځانګړتياوې لري او اصلي نښه یې د تولیدي توان تېز زیاتوالی دی. دا په تولید کې یو رښتینی انقلاب دی.
د نوي کيفيت تولیدي ځواک مفهوم د شي جین پینګ د اقتصادي مفکورو او د نوښتي فکرونو یوه مهمه لاسته راوړنه ده. دا په طبیعي ډول دوه ګوني بدلونونه په ګوته کوي. له یوې خوا، دا په تیوري کې یو انقلاب دی چې د دودیزې ودې تیوري محدودیتونه ماتوي او د پرمختګ په مفکورو کې نوښت ترلاسه کوي. له بلې خوا، دا د تولید په برخه کې یو رښتینی انقلاب دی چې د ټېکنالوژیک نوښت له لارې پرمخ وړل کېږي، په بنسټیز ډول د تولید میتودونه، صنعتي جوړښتونه او د ودې ځواکونه بدلوي.
په چین کې د نوي کيفيت تولیدي ځواک د صنعتي پرمختګ، ټېکنالوژیک نوښت، زرغونه پراختیا او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره قوي ملاتړ برابروي، د چین په اقتصاد کې د اغېزناک پرمختګ او مناسبې ودې هڅوي. دا د عصري صنعتي سیسټم جوړولو، په بېلا بېلو برخو کې د لوړ کیفیت پرمختګ د هڅولو او د چیني شکله عصري کېدو د رامنځته کولو لپاره یو پیاوړی ځواک دی.
د نوي کيفيت تولیدي ځواک په نړۍ کې هم ستر اهمیت لري. دا د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پرمختیايي هېوادونو لپاره د عصريتوب یوه نوې لاره برابروي چې د سرچینو له لوټلو څخه مخنیوی کوي او د نوښت پر بنسټ د پرمختګ پر لار ټينګار کوي. د نړیوال اقلیمي بدلون، غیر متوازن پرمختګ او د پرمختګ د ناکافي حیاتي ځواک په وړاندې، د نوي کیفیت د تولیدي ځواک په اړه د نوښت مفهوم او د زرغون پرمختګ په شمول د چین نظریې د نړیوال اقتصاد د بیا سمسورتیا او دوامدار پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ګډې ابادۍ لپاره د چینایانو هوښیار او چیني لایحه وړاندې کړې ده.
































