د ۲۰۲۶م کال لپاره د بواو اسيايي فورم کلنۍ غونډه د مارچ په ۲۴مې نېټې پيل او د مارچ په ۲۷مې نېټې پای ته ورسېده.
د بواو اسيايي فورم سرمنشي جانګ جون وويل، چې په سږنۍ غونډه کې له ۵۰ زيات فعاليتونه تر سره شوي، مهمې پايلې يې تر لاسه شوې او ټاکلې موخې يې بشپړې شوې دي.
د غونډې ګډونوالو وويل، چې څواړخيزم او د اقتصاد نړيوال کېدل لا هم د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د بېلا بېلو هېوادونو ګډ مناسب انتخابونه دي. بېلا بېل هېوادونه بايد د ازادې سوداګرۍ بهير پرمخ بوزي، د پرانيستي نړيوال اقتصاد ابادۍ ته وده ورکړي او نړيوال اقتصادي مديريت دې بشپړ کړي.
































