د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۶م کال غونډه د مارچ په ۲۷مې نېټې پای ته ورسېده. دغه فورم پر نوي وضعيت، نويو فرصتونو او نويو همکاريو باندې متمرکز و او د نړيوالو پانګوالو پاملرنې راجلب کړې وې. د چين پنځلسم پنځه کلن پلان او د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د فورم د ګډونوالو د بحثونو مرکزي موضوعات ګرځېدلي وو.
د رولنډ بيرګر په نوم د نصيحت شرکت د نړيوالې اداري کمېټې مشر ډينيس پيپوکس وويل، چې د چين پنځلسم پنځه کلن پلان په چين کې د نړيوالو تصديو لپاره د راتلونکي پرمختګ د مهمو لورو په اړه معلومات برابر کړي او د هغوی د پلانونو په جوړولو کې مرسته کولی شي.
د برېټانيا او چين د سوداګرۍ ټولنې مشر پيتر بورنيټ وويل، چې هغه هميشه د پرچون خرڅلاو يا خدماتي چارو برېټانوي تصديو ته وايي، که دوی په نړيوالو بازارونو کې برياليتوب وغواړي، چيني بازار به د هغوی ضروري انتخاب وي.
نوموړي زياته کړه، چې چين او برېټانيا د خدماتو د ازادې سوداګرۍ تړون د لاسليک پر امکاناتو بحث کوي. هغه چين د ورخلاصون د هرکلي هېواد بولي او ويې ويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به د پام وړ سترې لاسته راوړنې ولري.
































