د نوبل اقتصادي جايزې ګټونکي ټوماس سارګينټ په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ له سي جي ټي اېن سره مرکه وکړه.
توماس سارګينټ چين ته ډېر سفرونه کړي او د دغه هېواد د چټک پرمختګ د لاملونو د پيدا کولو لپاره يې هڅې کړي دي. نوموړي وويل، چې د چيني مشرانو د تګلارو تر اغېز لاندې د ټولنې د فعال حياتي او نوښتي ځواک راپارول د دغه هېواد لاسته رواړنو سبب دی.
توماس سارګينټ زياته کړه، چې چين له تېرو لسيزو راهيسې په سيسټماتيک ډول پر ورخلاصون، د توکو او خدماتو پر سوداګرۍ، ازادې نړيوالې سوداګرۍ او د بندرونو پر پرانيستنې ټينګار کړی دی او دا چارې د چين د برياليتوب مهم لامل دی.
































