په دې وروستيو ورځو کې «چين په پسرلي کې» نړيوال ډيالوګ، چې د چين مېډيا ګروپ لخوا جوړ شوی، په جلا جلا توګه په لاوس، کمبوديا، ويتنام، کینيا، مغولستان، کوريا جمهوریت، پاکستان، ماليزيا او ميانمار کې تر سره شو. د چین مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد ډيالوګ ته وېډيويي وينا وکړه.
په یاد ډيالوګ کې ګډونوال په دې اند دي، چې د چين د ملي ولسي کانګرېس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په کلنۍ غونډو کې د باکيفیته پرمختګ او د لوړې سویې د ورخلاصون څرګنده اشاره خپره کړې، چې نړيوال پرمختګ ته يې ثبات برابر کړی. د چيني شکله عصري کېدو د ابادۍ په بهير کې، چين او نړيوال هېوادونه به د ټېکنالوژيک نوښت، ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ په برخو کې لا نورې زياتې همکارۍ تر سره کړي.
































