په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي چې ټاکل شوې لومړی وزیر عمران خان د ولسمشر غني په بلنه سبا کابل ته راشي. هغه زیاته کړې چې نوموړی به په دې سفر کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې وکړي. تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي وو چې ولسمشر غني به له عمران خان سره په لیدنه کې د سولې پروسه کې د پاکستان پر لا ډېرې همکارۍ ټینګار وکړي او دغه راز به پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او نورو اړوندو موضوعاتو مفصلې خبرې وکړي.
































