د ملګري ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له امله په زرګونو خلک له خپلو سیمو کډه شوي او په دې کرونایي وضعیت کې له ډېر بد حالت سره مخ دي، نو پر همدې بنسټ که چېرته د سولې خبرې ناکامې شي او تاوتریخوالی دوام پیدا کړي نو افغانستان به له یو بېساري بشري بحران سره مخ شي. د کډوالۍ په چارو کې د ملګري ملتونو استازي فلیپو ګرانډي اسوشیټډ پریس ته ویلي، هیله لري چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او که چېرته داسې ونه شي نو دا هېواد به له پراخ بشري ناورین سره مخ شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو تر اوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او دواړه لوري یو بل د خبرو پر وړاندې د خنډونو پر ایجادولو تورنوي.
































