د ۲۰۲۶م کال لپاره د بواو اسيايي فورم کلنۍ غونډه د مارچ په ۲۷مې نېټې د چين په های نان کې پای ته ورسېده. د ایټالیا د اقتصادي پرمختګ پخواني مرستیال وزیر میشل ګیراسي د روانې میاشتې په ۲۷مې نېټې رسنۍ ته وویل: پلان لرم چې له مالیاتو څخه د معاف شویو پلورنځیو څخه لیدنه وکړم او دغه راز د های نان ولایت د طبي صنعت پرمختګ هم وګورم.
نورو مېلمنو هم د محلي خوړو او خپلو کورنیو ته د ډالۍ اخیستلو لپاره د تمایل په اړه خبرې وکړې.
د ۲۰۲۶م کال لپاره د بواو اسيايي فورم کلنۍ غونډه ځانګړی ارزښت لري چې دا د چین د ۱۵م پنځه کلن پلان په پیل کې ترسره شوه، د های نان د سوداګرۍ ازاد بندر د رسمي عملیاتو له ۱۰۰مې ورځې سره سمون خوري او د بواو اسيايي فورم د تاسیس ۲۵مه کلیزه یې ولمانځله. دې مهمو پړاوونو په طبیعي ډول لوړه پاملرنه راجلب کړه چې له۶۰ څخه زیاتو هېوادونو او سیمو شاوخوا ۲۰۰۰ استازو په دغه غونده کې ګډون درلود.
یوه مهمه تجربه چې اسیا په نړۍ کې یو له ډېر حیاتي ځواک لرونکو سیمو څخه ګرځولې ده، د پرانیستنې او همکارۍ ژمنتیا ده. اوس نړیوال وضعیت بې ثباته دی، جیوپولیتیکې شخړې او د سوداګرۍ حمايت غوښتنه مخ په زیاتېدو ده او د نړیوال اقتصاد وده ورو ده. د دې حالاتو په وړاندې، د یادې کلنۍ غونډې اصلي موضوع “د ګډ راتلونکي جوړول: نوي حالات، نوي فرصتونه، نوې همکاري” د خلکو له تمو سره سمون لري. د اېپیک د سکرټريت اجرائیوي رئیس پیډروسا وویل، ټول هېوادونه په یوه کښتۍ کې سپاره دي او یوازې د همکارۍ له لارې موږ کولی شو په ګډه مخ په وړاندې لاړ شو.
څنګه “ګډ راتلونکي” جوړ کړو؟ چیني استازو په فورم کې ۴ وړاندیزونه وړاندې کړل: د سوله ییز او ارام راتلونکي د جوړولو لپاره باید شخړې او ټکر له منځه یوسو، د همکارۍ پر بنسټ د ښکلي راتلونکي د جوړولو لپاره انزوا او اخراج له منځه یوسو، د عادلانه راتلونکي د جوړولو لپاره د زور او بادارۍ سیاست او ځورونه له منځه یوسو او د متقابل درناوي او باور پر بنسټ د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره شک او واټن له منځه یوسو.
نړۍ په پراخه کچه یادونه کړې چې د چین ۱۵م پنځه کلن پلان د لوړې کچې پرانیستنې د پراخولو لپاره یو ځانګړی فصل بیانوي. په راتلونکو ۵ کلونو کې به یو ډیر خلاص چین کوم نوي فرصتونه او همکاري نړۍ ته راوړي؟
بازارونه تر ټولو کم پيدا منابع دي. چین له یو اعشاریه ۴ ملیارډو څخه ډېر نفوس لري او د کورنۍ تقاضا ستر بالقوه توان لري. د چین د حکومت په سږنی راپور کې “د قوي کورني بازار جوړول، د کال د اصلي لومړیتوب په توګه ذکر شوی او د پام وړ مالي ملاتړ یې وړاندې کړی دی. دې کار د نړۍ لپاره د بازار فرصتونه پراخ کړي دي.
































