د ساينسي، تخنيکي او صنعتي نوښت د ژور پيوستون تر سرليک لاندې د ۲۰۲۶م کال د جونګ ګوان څون فورم کلنۍ غونډه تر سره کېږي. د څه باندې سلو هېوادونو او سيمو څه باندې زر تنو مېلمنو پکې د چين د ساينسي او تخنيکي نوښت، صنعتي نوښت او باکيفیته ساينسي او تخنيکي ورخلاصون او همکارۍ په باب بحثونه کړي دي.
د انسان شکله روبوټونو، ځيرک توليد او بيولوژيکي طب په شمول د څه باندې پنځه سوه مخکښې لاسته راوړنې پکې نندارچينانو ته وړاندې کېږي او د چين د ساينسي او تخنیکی لاسته راوړنو او نوی باکيفیته توليدي ځواک د مخکښو لاسته راوړنو ښکاندويي کوي.
د دې فورم د کلنۍ غونډې په څنډه کې د نړيوال ساینسي او تخنيکي ادارې، بنسټيزې څېړنې او مخکښې تکنالوژۍ او نوښتي چاپيريال په هکله شپېته فرعي فورمونه هم تر سره شوي چې په دې جملې کې ۲۱ يې په لومړي ځل جوړ شوي دي.
































