د چين د درملو د څارنې دولتي ادارې د مارچ په ۲۸ مې نېټې معلومات ور کړي چې له مخې يې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د چين د درملو تولیدي تصديو تر صلاحيت لاندې د چين د نوښتي درملو د معاملو ارزښت له شپېتو ميلیارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې شمېر يې د تېر کال نژدې نيمه برخه نیسي.
د روان کال له پيل څخه د مارچ تر ۲۷مې نېټې پورې د چين اړوندې څانګې لس نوښتي درمل منظور کړي چې دوه يې له بهرنيو هېوادونو څخه وارد شوي او اته يې د هېواد په دننه کې توليد شوي دي. د چین نوښتی درملونو ستر پرمختګونه موندلي او ښه پرمختیایی تمايل ساتلی دی.
































