د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سون وي دونګ او د فيلپين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، د اسيان د چارو لوړ پوړي چارواکي ايرلا لين د چين د فوجیان ولايت په چوان جو ښار کې د جنوبي سمندرګي په هکله د چين او فيلپين ترمنځ د دوه اړخيزو مشورو ميکانيزم د يوولسمې غونډې مشري وکړه.
دواړو خواوو په صادقانه او رغنده توګه د دې سيمې د وضعيت په باب د نظريو تبادلې وکړې. چين د دې سيمې کې د فيلپين د تېري او لمسوونکو عملونو له امله دې هېواد ته خپل احتجاج کړی او ور څخه يې غوښتنه کړې چې خبرې بايد له عمل سره مطابقت ولري او د خبرو اترو او مشورو له لارې د جنوبي سمندرګي په هکله مسئله حل کړي څو چې د دوه اړخيزو اړيکو لپاره ګټور شرايط او ښه زمينه برابره کړي.
په ورته وخت کې دواړو خواوو په سمندري سيمو کې د قانون د اجرا کولو او سمندري ساينس او تخنيک په شمول برخو کې د همکاريو په باب بحثونه کړي او مثبت پرمختګونه يې موندلي او موافقه يې کړې چې د سمندري چارو په هکله ډيالوګ پياوړی ، سمندري سيمو کې وضعيت کنترول او په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي.
خبر وايي چې دوی دغه راز موافقه کړې چې د اسيان له نورو هېوادونو سره ((د جنوبي سمندرګي د بېلا بېلو خواوو د عملونو اعلاميه )) پلې کړي او په دې سيمې کې د علمونو د اصولو په هکله د مشورو د چټکتيا او د دې اصولو د ټاکلو لپاره ګډې هڅې وکړي څو چې په جنوبي سمندرګي کې سوله او ثبات وساتي.
































