د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سایبري امنیت یو مهم مشر له دندې ګوښه کړی دی. راپورونه وایي کریس کربس له دې امله له دندې ګوښه شوی دی چې ویلي یې وو، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلۍ هیڅ شواهد نه شته دي. کرېس کربس د سایبري امنیت څانګې او کورني امنیت وزارت د زېربناوو مدیر و او له تېرو څو کلونو راهیسې یې پر همدې پوسټ کار کاوه. د یادونې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم ډېری هغه کسان له دندې لرې کړي دي چې د ده د غوښتنې خلاف یې په قانوني توګه خپلې دندې مخ ته وړې.
































