د ډېټا نړیوال سازمان مقدماتي کمېټې خبر ورکړی، چې دغه سازمان د مارچ په ۳۰مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجینګ کې رسماً تاسیس او د لومړۍ دورې د شورا غړي، څارونكي او د سازمان مسؤل د انتخاباتو له لارې وټاکل شول او په رسمي توګه يې چارې پيل کړې.
د ډېټا نړیوال سازمان د ډېټا د پراختيا او د حکومتولۍ د پياوړتيا په برخه کې د نړۍ لومړی مسلکي نړیوال سازمان دی او مقر یې په بېجينګ کې دی.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۳۰مې نېټې د ډېټا نړيوال سازمان د تاسيس په مناسبت نوموړي سازمان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه































