د چين د دولت مرستيال رئيس هان جنګ د مارچ له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د سيشل د مرستيال ولسمشر سېبېسين پيلاي په بلنې له دغه هېواد څخه ليدنه کړې او په پلازمېنې ويکتوريا کې يې په جلا جلا توګه د دغه هېواد له ولسمشر پتريک هيرميني او مرستيال ولسمشر سېبېسين پيلاي سره ليدلي او د چين او سیشل د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په مېلمستيا کې يې ګډون کړی دی.
هان جنګ په دغه سفر کې د سېبېسين پيلاي په ملګرتيا د سيشل د راډيو او ټلويزيون د مرکز له پروژې څخه هم ليدنه کړې ده. دغه پروژه د چين په مرسته جوړه شوې او د دواړو هېوادونو د همکاريو نوې پايله بلل کيږي. سيشل ته د دې پروژې د سپارلو مراسم د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې ترسره شوي وو.
































