استرالیايي حکومت یو وار بیا ویلي دي چې ځانګړو ځواکونو یې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۹ ملکي افغانان په قصدي توګه وژلي دي. د استرالیا یو لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي ددوی څلور کلنو پلټنو ښودلې ده چې ځینو سرتېرو یې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې لاس درلود او دوی په دې موده کې د ۳۹ داسې مواردو په کشف بریالي شوي چې په هغه کې استرالیايي ځواکونو ملکي افغانان او زندانیان په قصدي توګه وژلي دي. دوی وایي چې دغه قضیې تر لا ډېرې پلټنې لاندې دي. بلخوا د استرالیا لومړي وزیر ولسمشر غني ته په یوه تلیفوني مکالمه کې ډاډ ورکړی چې ددغه جنګي جنایتونو په اړه به لا ډېرې پلټنې کېږي. هغه له دې امله بښنه غوښتې چې سرتېرو یې په افغانستان کې جنګي جنایت ترسره کړی دی. په دې وروستیو کې ګڼو نړیوالو حقوقي او بشري بنسټونو پر استرالیا نیوکې کړې چې سرتېرو یې په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او باید په اړه یې هر اړخیزې پلټنې وکړي.
































