په وروستيو کې د چين د سي اېم جي خبريال د ۲۰۲۶م کال د جونګ ګوان څون فورم په کلنۍ غونډې کې د مصنوعي ځيرکتيا بېلا بېل توليدات له نژدې ليدلي دي، په بېلګې په توګه د اې ار عينکې په څه باندې ۱۴۰ ژبو ژباړه کولا شي، روبوټونه ډوډۍ پخولی او په موسيقي سره نڅا کولی شي.د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د ختيځې اسيا د دفتر مسؤل شيا ځه هان له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې په دې فورم کې نه يوازې مخکښ ساينسي او تخنيکې لاسته راوړنې نندارچیانو ته وړاندې شوې بلکې نړيوالو ته يې ښودلي چې څنګه يې له ساينس او تخنيک څخه په استفادې سره باکيفيته پرمختګ موندلی دی. ده ویلي چې دې ټولو پرده ژور تاثير پرېښی دی.
روان کال د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان د پيل کال دی.نو نوي حياتي ځواک ته پرمختګ ورکول او د عصري ساينسي او تخنيکي خپلواکۍ لا پياوړتيا د چين د حکومت مهم کاري لومړیتوب ګڼل کېږي. په وروستيو کې د ۲۰۲۵م کال د چین د نوښتي ګراف راپورښيي چې چين په دې برخه کې د نړۍ نهم مقام نيولی چې د ۲۰۱۲م کال په پرتله ډېر لوړ شوی دی. چين له دې امله له څه باندې لسو کلونو راهيسې هغه هېواد ګرځېدلی چې پرمختيايي انډول يې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر چټک دی، او يوازينی هغه منځنی عايد لرونکی هېواد هم دی چې نوښتي ګراف يې د نړۍ په مخکنيو لسو هېوادونو کې هم شامل شوی دی.
د دې حالت پر وړاندې د ساينسي او تخنيکي نوښت، تبادلې او همکارۍ د يوه دولتي ډګر په توګه د جونګ ګوان څون فورم د ساينسي، تخنيکي او صنعتي نوښت د ژورپيوستون سږنی سرليک نه يوازې د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان له اړوندو ترتيباتو سره سمون لري بلکې د چين راتلونکي پرمختګ ته د نړيوالو پام ته ځواب هم دی.
نو د ساينسي، تخنيکي او صنعتي نوښتونه به څنګه په ژوره توګه یو له بل سره پيوست شي او له دې امله به څه فرصتونه برابر شي؟ د دې فورم په موده کې مصنوعي ځيرکتیا د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی او پکې هغه روبوټونه ليدل کېدل چې ګنډل کولای شي او د تانګ هو لو په نوم ځانګړي چیني خواړه جوړولی او د لارښود په توګه د سيلانيانو لپاره خدمت کولی شي. چين په سږني حکومتي کاري راپور کې د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ او خلکو ته د اسانتياوو برابرول ياد کړي دي.
په دې فورم کې څو ګډونوالو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د چين د مصنوعي ځيرکتیا په شمول صنعتي پرمختګ لپاره د مصرف نوې اړتياوې را برسېره کړې او مصرفي بازار ته يې نوی حياتي ځواک ور کړی دی.
دغه ټکی د دې فورم له ۲۱ ساينسي او تخنيکي لاسته راوړنو څخه ثابتېږي.د بېلګې په توګه پر روبوټونو باندې ځيرک دماغ نصب شوی چې له امله به يې انسان شکله روبوټونه په لويي پيمانې سره بازار کې وپلورل شي.
د ملګرو ملتونو د یونيسکو سازمان د نړيوال نوښت او دواملرونکي پرمختګ د مرکز د پوښتنې کمېټې رئيس هانس داويس رسنيو ته ويلي چې چين ډېر پوخ مصنوعي ځيرکې وسیلې لري او باکيفیته محصولات جوړولی شي او په نړيوال بازار کې يې پلورلی شي چې په دې برخه کې خلک لا زيات غورا وی لري. د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د ختيځې اسيا د دفتر مسؤل شيا ځه هان په دی اند دی چې چين په پنځلسم پنځه کلن پلان کې پر ساينسي او تخنيکي پرمختګ ټينګار کړی، د مثال په توګه هغوی د مصنوعي ځيرکتيا او يا د صنعتي روبوټونو په وسيله نوي باکيفيته توليدات جوړولی چې دا به تر زياتې اندازې پورې تولیدي ځواک پیاوړی کړي او د برقي موټرو او مخابراتو په شمول برخو کې د نوښت لپاره نوی فرصتونه برابر کړي.
د جونګ ګوان څون فورم کلنۍ غونډه پای ته ورسېده، خو د نوښت او همکارۍ په اړه يې کيسې لاهم روانې دي. چين نړيوالو ته داسې نښې نښانې ښودلې چې ساينسي او تخنيکي نوښت د تړلو دروازو تر شا نه شي تر سره کېدی بلکې ورخلاصون او همکاريو ته ضرورت لري. نړۍ دې له چين سره ولاړه شي، له تر ټولو لوی نوښتي هېواد سره دې ګامونه پورته کړي او د باکيفيته پرمختيايي فرصت او لا روښانه راتلونکې د برابرولو لپاره هڅې وکړي.
































