د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو د دایمي کمیټې غړي او مرستیال صدراعظم دینګ شوی شیانګ د مارچ په ۳۰مه نېټه په بېجینګ کې د ډېټا نړیوال سازمان د تاسیس په غونډه کې ګډون وکړ او د دولت رئیس شي جین پینګ د مبارکۍ پيغام یې ولوست او یوه مهمه وینا یې وکړه.
دینګ شوی شیانګ وویل چې د ډېټا نړیوال سازمان جوړول یوه لویه پېښه ده چې د ځیرکتیا دورې د پرمختګ له تمایل سره سمون لري او د ډېټا په برخه کې نړیواله همکاري ژوروي. رئیس شي جین پینګ په ځانګړې توګه نوموړي سازمان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه چې د دې سازمان لپاره د خپلو لوړو هیلو په بشپړه توګه څرګندونه کوي.
په یاده غونډه کې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ګډون کړی و چې پکې د ډېټا نړیوال سازمان غړي، چیني او بهرني علمي او تخنیکي پرسونل، حکومتي چارواکي او د نړیوالو سازمانونو مشران شامل وو.
































