د هلمند سیمهییزو چارواکو د واشیر بند د بیا رغونې په اړه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي او قراردادي شرکت سره لیدنه کړې ده. په دې ناسته کې د بند د تخریب لاملونه څېړل شوي او د چیک ډیم پر معیاري بیا جوړېدو ټینګار شوی. د هلمند واشیر چیک ډیم د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په مالي لګښت جوړ شوی و، چې د ورستیو ورښتونو له امله بېرته ونړېد. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازي او قراردادي شرکت ژمنه کړې چې د یاد بند د بیارغونې سروې به ژر پیل او دا ځل به ټولو تخنیکي معیارونو سره سم ورغول شي.
































