د چين د سپکو صنايعو فدراسیون شمېرنې ښيي، د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د دغه هېواد د سپکو صنايعو د لويو تصديو د توليډي ارزښت پرمختګ د تېر کال د همدې مودې په پرتله اوه سلنه زياتوالی ښيي، عايدات يې ۳ اعشاریه ۶ ټريليونو يوانو ته رسېدلي او ۶ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي.
په دې جمله کې د پلاستيک شیانو او بېټرۍ صنايعو پرمختيايي سرعت څه باندې ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي، د پلاستيک تولیدي صنعت پرمختيايي سرعت ۹ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی ښيي، د برقي لوازم توليدي صنعت پرمختيايي سرعت ۵ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي، د زراعتي محصولاتو او فرعي چارو پيداوارو د تکميلولو صنعت پرمختيايي سرعت ۶ اعشاریه ۱ سلنه زياتوالی ښيی، د خوراکونو تولیدي صنعت پرمختيايي سرعت۱۰ اعشاریه ۶ سلنه زياتوالی ښيي، د شرابو، مشروباتو او چای توليدی صنعت پرمختيايي سرعت ۴ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.
































