په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال سون لې د مارچ په ۳۱مه نېټه د لبنان او اسرائيلو وضعيت په اړه د امنیت شورا په بېړنۍ علني غونډه کې د وینا پرمهال له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، مخکې له دې چې جګړه له کنټرول څخه بهر شي باید عاجل او چټک اقدام وکړي او په سیمه کې دې ژر تر ژره سوله او ثبات قائم کړي.
نوموړي ويلي، چې اوسنی وضعیت په منځني ختېځ کې تاوتریخوالی سختوي او جانبي عوارض يې د پراخېدو په حال کې دي.
د هغه په خبره، د نړيوالې ټولنې بېړنۍ دنده د جګړې ختمولو او سولې د تامین لپاره هڅې او فرصتونو څخه استفاده او سولې د مذاکراتو فعال پرمخ بېول دي تر څو لبنان پر یوې بلې غزې بدل نه شي.
چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې سمدلاسه دوښمنانه عمليات بند کړي او وضعيت ارام کړي. اسرائيل بايد سمدلاسه له لبنان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، د لبنان ملي حاکميت، امنيت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی وکړي.
































