د چين خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره خبرې وکړې. دواړو خواوو د خليج سيمې او منځني ختيځ کې د حالاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه او ۵ وړانديزونه يې وکړل.
۱- اړوندې خواوې دې سمدستي دښمنانه کړنې ختمې کړي.
۲- اړوندې خواوې دې خپلمنځي سوله ييزو مذاکرات پيل کړي.
۳- اړوندې خواوې دې د غير پوځي تاسيساتو امنيت تامين کړي.
۴- اړوندې خواوې دې په سمندر کې د بيړيو تګ راتګ خوندي وساتي.
۵- اړوندې خواوې دې د ملګرو ملتونو منشور ته لومړيتوب ورکړي.
































