په کندوز کې پر یوه کور د هاوان د لګېدو له امله اووه ملکیان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې تېره شپه د کندوز ښار په تلوکه نومې سیمه کې پر یوه کور د هاوان ګولۍ لګېدلې ده چې له امله یې اووه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي وژل شوي دي. سرچینه وایي چې په پېښه کې شپږ کسه نور ټپیان شوي هم دي. وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. ملي دفاع وزارت وایي چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي او د برید پړه هم پر وسله والو طالبانو اچوي. دغه ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. په دې وروستیو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده چې له امله یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره شوې. د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او سیمې هېوادونو له غوښتنې سره سره ښکېلو لورو تر دې دمه د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره اقدام نه دی کړی.
































