د چين خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره کتنه وکړه او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يې د نظريو تبادله کړې ده.
وانګ يي د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين د منځني ختيځ حالاتو د ارامولو، د سوله ييزو خبرو اترو د اعاده کېدو په پار د پاکستان له ځانګړي او مهم رول ته تمه لري او ملاتړ ترې کوي.
هغه څرګنده کړه چې دا اسانه کار نه دی، خو د پاکستان منځګړيتوب د ښکيلو خواوو له ګډو ګټو سره مطابق لري. ده زیاته کړه، چين نيت لري چې له پاکستاني لوري سره د روانې شخړې د ژر ختمېدو، د سولې څرک د رامنځته کېدو او د مذاکراتو د اعاده کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.
د پاکستان مرستيال صدراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم وانګ يي ته ويلي، پاکستان د چين له ملاتړ څخه مننه کوي. ده ویلي چې روانې شخړې د انرژۍ نړيواله عرضه او مخ پر وده هېوادونه زيانمن کړي دي. د ډار په وینا يوازې د خبرو اترو پر ميز باندې د حل لار پيدا کېږي. ده دا هم ویلي چې پاکستان غواړي له چين سره همغږي او همکارۍ پياوړې کړي.
































