ویل کېږي چې د طالبانو او افغان مذاکراتي پلاوي ترمنځ پر اختلافي مواردو توافق شوی دی.
کابل نیوز ته باوري سرچینو ویلي چې طالبان او افغان مذاکراتي پلاوی به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د کړنلارې پر ټاکلو خپلو غونډو ته ادامه ورکوي او نن هم په همدې تړاو د دواړو ترمنځ غونډه کېږي.
سرچینې ویلي چې پر ټولو اختلافي مواردو توافق شوی دی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ پر ځینو مهمو مواردو د نظر اختلاف و. طالبانو د دوحې هوکړه د مذاکراتو اساس بلله خو افغان حکومت له دې کار سره مخالفت کاوه.
د طالبانو یا هم افغان حکومت مذاکراتي پلاوي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































