امريکا او اسرائيل پر ايران پوځي بریدونو ته دوام ورکړی او د دغه هېواد د بوشهر اټومي بټۍ په شمول پر څو ذروي تاسيساتو يې هم بريدونه کړي، چې له امله يې پر نړيوالې ټولنې د اټومي جګړې سيوری غوړېدلی دی.
د سي جي ټي اېن د يوې سروې ۸۹،۲ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې په نړۍ کې د اټومي وسلو خپرېدا او اټومي امنيتي ننګونې مخ په زياتېدو دي.
د سروې ۷۴،۹ سلنه ګډونوالو ويلي، که د ذروي چارو امنيت ته پاملرنه و نشي، نو پرمختګ يې ناشونی دی او د سروې ۹۲،۶ سلنه ګډونوال بیا په دې اند دي، د هر هېواد هغو حقونو ته درناوی بايد وشي، چې د خپلو مشخصاتو له مخې مناسبه اټومي امنیتي تګلاره او تدبیرونه غوره کړي.
د سروې ۹۱،۴ سلنه ګډونوالو ويلي، چې اټومي امنيت سرحد نه لري او د اټومي انرژۍ سوله ييز کارونه د انسانانو ګډه هيله او د اټومي خونديتوب تضمين د بېلا بېلو هېوادونو ګډ مسؤليت دی.
د روان کال په فبرورۍ کې د ستراتيژيکو وسلو کمښت د نوي تړون د اعتبار موده پای ته ورسېده. خو امريکا او روسيه، چې د دې تړون بنسټګر هېوادونه دي، تراوسه د دې تړون د اعتبار مودې د دوام په اړه ګډو نظريو ته نه دي رسېدلي او له څو لسيزو کلونو راهيسې په لومړي ځل په دې برخه کې د ميکانيزم له محدودیت او د شفافيت له نشتوالي سره مخ دي.
د سروې ۸۸،۲ سلنه ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړې، لويو هېوادونو په پوځي چارو کې د نظريو د تبادلې او د پوځي تجهيزاتو د کنټرول په برخه کې برابري له لاسه ورکړې، چې دا نړيوال ستراتيژيک ثبات ګواښلی شي.
د سروې ۷۴،۱ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې نړيواله ټولنه باید د اټومي توکو او تاسيساتو څارنه او ساتنه لا پياوړې کړي او لوی اټومي هېوادونه باید تر نورو وړاندې نړيوالې اټومې ننګونې کنټرول کړي.
































