په اوسني وضعیت کې له افغانستان د سرتېرو ایستل له هېڅ منطق سره سر نه خوري. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له افغانستان د سرتېرو ایستل یوه ستراتيژيکه او ستره تېروتنه بللې ده. نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي ددې وخت نه دی چې له افغانستان دې ټول امریکایي عسکر و ایستل شي. هغه ویلي له دغه هېواد په دومره بېړه د ټولو سرتېرو ایستل په هېڅ منطق نه دي برابر او دا به یوه ستره ستراتيژيکه تېروتنه وي. هغه هیله څرګنده کړې چې امریکایي حکومت په دې برخه کې له احتیاط کار واخلي. تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو او د امریکايي پوځ اوسنیو او پخوانیو غړو له افغانستان د سرتېرو بېړني وتل ستره تېروتنه بللې او د ټرمپ حکومت یې په بې پروایۍ تورن کړی دی.
































