د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مه غونډه د فبرورۍ له ۲۳ مې نېټې څخه د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې د سويس په جنيوا کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د چین د غير حکومتي موسسو د نړيوالو تبادلو د هڅولو ټولنې، د چين د نړيوالو تبادلو ټولنې او یو شمېر نورو غير حکومتي ټولنو استازو ګډون کړی و او د بشري حقونو په اړه يې د چين د مفکورې او لاسته راوړنو معلومات ورکړي دي.
د نړيوالو تبادلو لپاره د چین د غير دولتي موسسو شبکې استازي او د چين په شان دونګ ولایت کې د ماشومانو لپاره د يوه خيریه بنسټ کارپوه ګو چون يي ويلي، چې چين د ماشومانو د زده کړو او کلتور حق ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د همدغه خيريه ارګان په څېر ګڼ شمېر خيریه ټولنې يې هڅولي، چې په کليو کې ماشومانو ته هنري زده کړې برابرې کړي، د انځورګرۍ او کلتور کورسونه ورته جوړ کړي او له همدې لارې یې هڅوي، چې د ځينو پرمختيايي هېوادونو له ماشومانو سره د احساساتو په څرګندولو، د ځاني باور په ټينګولو او د کلتوري تبادلې په هڅولو کې مرستې وکړي.
د چين د غير حکومتي سازمانونو د نړيوالو تبادلو د هڅولو ټولنې استازي او د چين د تيان جين ښار د چاپېريال ساتنې د يوه بنسټ رضاکار جانګ جينګ هان ويلي، چې پاک، روغتيايي او دواملرونکي چاپېريال ته لاسرسی يو مهم بشري حق دی او دغه حق باید د نړۍ د زرغون پرمختګ لپاره مهم لارښود وګرځي. هغه له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتي، چې د چاپېريال ساتنې قانون حاکميت تضمين کړي.
































