روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۵۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۱۷۷ ته رسېدلی دی. د دغه وزارت په خبره، په دې موده کې پر کرونا اخته پنځه تنه مړه شوي او ۴۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا اخته یو زر او ۶۵۰ کسان مړه شوي او ۳۵ زره او ۳۳۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د یادونې ده چې عامي روغتیا وزارت پرون په هېواد کې د کرونا وبا د دویمې څپې خپرېدو خبر ورکړی و او له هېوادوالو یې غوښتنه کړې وه چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































