د چین د سوداګرۍ وزارت د اپریل په ۳مه نېټه یوه شمېره خپره کړه چې له مخې یې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دې هېواد کې د زړو توکو تعویض او تبادله د مصرفي توکو د پلورلو ارزښت ۴۳۳ میلیارده، ۱۷۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی، ۶۰ میلیونو ۹۳۳ زرو کسانو ترې ګټې اخیستې دي.
په تېرو درېیو میاشتو کې د موټرو په برخه کې د زړو موټرونو د تبادلې په اړه ۱ اعشاریه ۴ میلیونه د مرستې سپارښتنې شوې او په پایله کې د نویو موټرونو د پلورلو ارزښت ۲۲۸ میلیارده ۶۹۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی دی. سربېره پر دې، د کورني ماشین، ډیجیټلي وسایلو او ځیرکو توکو په برخو کې د زړو تولیداتو په بدل کې د نویو تولیداتو د پلورلو ارزښت ۲۰۴ میلیارده، ۴۸۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی دی.
































