د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان ته د سفر پر مهال په کابل کې له ولسمشر غني سره ګډې یوې خبري ناستې ته وویل، چې هېواد به یې د افغان سولې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو دوام سره هممهاله تاوتریخوالی زیات شوی دی او د افغانستان په څېر دوی هم له دې وضعیته ناراضه دي. عمران خان وویل، پاکستان په دې کې ونډه درلوده چې طالبان له امریکا سره خبرو ته کېناستل او وروسته له هغې چمتو شول چې له افغانانو سره خبرې وکړي، نو دوی به د سولې پروسې بریالیتوب او دغه راز د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي. نوموړي ډاډ ورکړی دی چې پاکستان په صادقانه توګه د سولې پروسې سره مرسته کوي او هیله لري چې افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي. په همدې حال کې کارپوهان وایي چې پاکستان پر طالبانو پام وړ اغېز لري او که په رښتیا وغواړي افغانستان سولې ته رسېدلی شي خو د دوی په وینا پاکستان خپله ګټه په جګړه کې ویني او تمه نه لري چې دا هېواد دې د افغان سولې برخه کې لازمه همکاري وکړي.
































