د چین د کمونېسټ ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اپرېل په ۵مې نېټې له خپل روسي سیال سېرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړي او د منځني ختیځ د اوسني وضعیت په اړه یې ورسره نظرونه تبادله کړي دي.
لاوروف د منځني ختیځ د وضعیت د پرله پسې خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د دې جګړې او د هرمز تنګي په اړه يې پر دې ټينګار کړی، چې په سیمه کې باید سمدستي پوځي عملیات ودرول شي او د سیاست او ډیپلوماسۍ له لارې باید ستونزې حل شي.
نوموړي ويلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د درېدو لپاره رغنده رول ولوبوي او په خبره یې، روسیه چمتو ده چې له چین سره نږدې اړیکه او همغږي وساتي او په منځني ختیځ کې د اوربند لپاره ګډې هڅې وکړي.
وانګ يي ویلي، چین او روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي او په مهمو او اساسي مسئلو کې باید عادلانه دریځ ولري او لا ډېره عادلانه تګلاره غوره او د نړیوالې ټولنې درک او ملاتړ ترلاسه کړي.
نوموړي ويلي، چین هميشه پر دې ټينګار لري، چې نړیوالې او سیمه ییزې مسئلې باید د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي.
هغه د منځني ختیځ اوسنی وضعیت ډېر کړکېچن بللی او په خبره یې، ښايي دا جګړه نورو سیمو ته هم وغځېږي.
نوموړي په هرمز تنګي کې د بيړيو د تګ راتګ د ستونزې اساسي حل اوربند ياد کړی دی او په وینا یې، چین چمتو دی چې له روسیې سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په چوکاټ کې همکاريو ته دوام ورکړي، په مهمو موضوعاتو کې ورسره اړیکه وساتي، د وضعیت د ارامولو، د سیمې د سولې او ثبات او د نړۍ د ګډ امنیت د ساتنې لپاره ورسره ګډې هڅې وکړي.
































