تاسو ټرمینیټر «Terminator» فلم لیدلی؟
ټرمینیټر يو امريکايي فلم دی، چې د سکاینټ په نوم د پوځي مصنوعي ځیرکتیا د سیسټم کېسه پکې شوې ده.
اوس په نړۍ کې مصنوعي ځیرکتیا ډېر چټک پرمختګ کوي او داسې ښکاري، چې د دغه فلم تخیلي کیسه ممکن په واقعیت بدله شي.
پېنټاګون په دې وروستیو کې، د امریکا (انټروپیک) شرکت ” د اکمالاتو ځنځیر خطر شرکت” په لېست کې شامل کړی او لامل يې دا ياد کړی، چې دغه شرکت د امریکایانو د ډله يیز څار د مصنوعي ځیرکتیا له کارولو سره مخالفت کوي.
داسې ښکاري، چې امریکا د مصنوعي ځیرکتیا غیر منظم لوري ته په چټکۍ روانه ده.
راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۵م کال په جولای کې له انټروپیک شرکت سره د نږدې ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ټېکنالوژۍ تړون لاسلیک کړی، څو دغه شرکت د لویې ژبې ماډل کلاډ د نظامي معلوماتو د تحلیل او د هدف د پیژندنې په موېن سمارټ سیسټم(Maven Smart System)کې مدغم کړي.
د دغه تړون لاسلیک د مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو لپاره د امريکا د جګړو په تصميم ګيرۍ کې د برخې اخيستلو لپاره يو مهم ګام بلل کيږي.
راپورونه وايي، د ایران پر وړاندې د امریکا په وروستیو پوځي اقداماتو کې، د یاد شرکت د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژي هم په پراخه کچه کارول شوې ده.
د امریکا د جورج ټاون پوهنتون په يوې څېړنې کې ويل شوي، موېن سمارټ سیسټم چې د کلاډ لویې ژبې ماډل پکې شامل دی، د توپخانې۲۰ کسيز ټیم ته دا توان ورکوي، چې د ۲۰۰۰ کسانو دندې بشپړې کړي.
دا يو حقیقت دی، چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د امریکايي ځواکونو د بریدونو موثریت ډېر لوړ شوی دی.
امريکايي ځواکونو پر ایران د برید په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰۰۰ هدفونه په نښه کړي، چې دغه شمېر په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق د امريکا د بریدونو د شمېر دوه چنده زیات دی.
نو مصنوعي ځیرکتیا باید په جګړه کې وکارول شي؟
د مصنوعي ځیرکتیا د ټېکنالوژۍ له پرمختګ سره، د اخلاقو او حکومتولۍ مسئله ورځ تر بلې د خلکو پاملرنه راجلبوي.
په پوځي چارو کې د مصنوعي ځیرکتیا کارول به د نورو هېوادونو د حاکمیت د سرغړونې لپاره وسیله وګرځي او ممکن د ټرمینیټر فلم کې ښودل شوي د ناورین تصویرونه ډېر ژر په واقعیت بدله شي.
چین د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ په حال کې اغېزمنه حکومتولي ډاډمنوي او پر دې باور لري، چې مصنوعي ځیرکتیا باید د انسانانو له لوري اداره شي او د پوځي تسلط یا د نورو هېوادونو د حاکمیت او ځمکني امنیت د ګواښلو لپاره باید استعمال نه شي.
چین به په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو په مرکزیت د مصنوعي ځیرکتیا د څو اړخیزې حکومتولۍ د پروسې د پرمخبېولو لپاره کوښښونه وکړي او مصنوعي ځیرکتیا به د انساني تمدن د پرمختګ لپاره وکاروي او وده به ورکړي.
































