د ۲۰۲۶م کال په جنورۍ او فبرورۍ مياشتو کې، د چين د خدماتو د وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۱۱۴۳ ميليارډه او ۷۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳.۹ سلنه کموالی ښيي. په دې جملې کې يې د خدماتو صادرات ټولټال ۴۴۲ ميلیارډه او ۴۹۰ ميليونه يوانه ښودل شوي، چې دا د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۴.۷ سلنه زياتوالی ښيي او د خدماتو وارداتي ارزښت يې بیا ۷۰۰ ميليارډه او ۵۸۰ ميليونه يوانو ته رسیدلي، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۷ سلنه ټيټوالی ښيي.
په همدغو دوو مياشتو کې د چين د خدماتو سوداګرۍ منفي بېلانس ۲۵۰ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دا بیا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۸۶ ميليارډه او ۵۲۰ ميليونه يوانه کم شوی دی.
د چين په وارداتو او صادراتو کې د پوهو پر بنسټ د خدماتو يا د هغه ډول خدماتو د وارداتو او صادراتو تناسب، چې پر مسلکي پوهو، تخنیکونو، تجربو او معلوماتو تکيه لري، زیات شوی دی.
په تېرې جنورۍ او فبرورۍ کې، د پوهې پر بنسټ د خدماتو واردات او صادرات ۴۸۶ ميليارډه او ۲۷۰ ميليونه يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۰.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
































