په کندهار ښار کې د موټرسایکل بم چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي، چې تېره شپه شاوخوا اوه بجې د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د درېیمې ناحیې څلور لارې ته څېرمه موټر سایکل بم چاودنه شوې ده. د کندهار ځايي خبریالان وايي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي او دوه پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې په ټپيانو کې یو د همدې حوزې مرستیال او بل پولیس دی، خو نور ټول ملکي وګړي دي. ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
































