د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال د اپرېل په پيل کې د “ازادۍ ورځې تعرفې پالیسي” اعلان کړه او له دغه کار يې يو هدف دا و، چې پر چیني توکو لوړې تعرفې ولګوي او د قیمت غوره والی يې لرې کړي. خو کال وروسته حقیقت بل ډول راښکاره شو او مالومه شوه، چې يادې پالیسۍ تر ټولو ډېر زیان امریکايي تصدیو او مصرف کوونکو ته رسولی دی.
د امریکا الیکس پارټنرز(AlixPartners) شرکت په وروستيو کې ويلي، چې د امريکا د تعرفو له ۸۰ سلنې څخه تر ۸۵ سلنې قیمتونه امریکايي سوداګرو او مشتريانو پرې کړي دي. پدې مانا ده، چې په هرې ۱۰۰ ډالري تعرفې کې له ۸۰ ډالرو څخه ډېرې پیسې امريکايي کورنيو ورکړې دي.
دا معلومات د امریکا په اکمالاتي ځنځیر کې جوړښتي نیمګړتیاوې منعکس کوي. امریکا په تېرو څو لسیزو کې ډېرې ټیټې او منځنۍ تولیدي چارې بهر ته ولېږدولې او په کور دننه يې یوازې د لوړ ارزښت ډیزاین او پرمختللو تولیدي چارو ته اجازه ورکړه. که څه هم د امريکا دغه کړنلاره په عادي وختونو کې د مؤثريت لپاره اغېزمنه وي، خو د بحران پرمهال بیا یوه وژونکې نیمګړتیا بلل کېږي. کله چې امریکا د زیات شمېر فالتو لوازماتو، خامو موادو او ورځنيو مصرفي توکو ته اړتیا ولري، نو د چین له اکمالاتي ځنځیر څخه ځان نه شي لرې کولی.
د ساري په توګه، چین د نړۍ د نادره ځمکو د کان کیندنې شاوخوا ۶۰ سلنه او پروسېس يې نږدې ۸۵ سلنه کنټرولوي او د ای فون، F-35 جنګي الوتکو، د EV بېټریو او د توغندیو لارښود سیسټمونو په جوړولو کې یې پروسېس شوې نادره خاورې اړینې دي.
کله چې چین تېر کال پر نادرو خاورو د صادراتو کنټرولونه وضع کړل، نو د امریکا پوځي تصدیو او ټېکنالوژۍ شرکتونو یې سمدستي دردونه احساس کړل.
په اسیا کې د اکانومیسټ انټلیجنس یونټ(EIU)مشر اقتصادي کارپوه نیک مارو رسنيو ته ويلي، چې د ټرمپ د تعرفې پالیسۍ د چین د تولیدي چارو عمومي حیاتي ځواک نه دی کمزوری کړی.
د روان کال په مارچ کې د چین د تولیداتو د پي اېم ای (PMI) انډول په تېر یوه کال کې په ډېر ګړندي سرعت وده کړې او۵۰ اعشاریه ۴ سلنې ته لوړ شوی دی، چې دا د تولیدي چارو په فعالیت کې د سمسورتيا نښه بلل کېږي.
برعکس، د تعرفې پالیسۍ د امریکا تولیدي چارې بیا را ژوندۍ نه کړې، بلکې ځیني شرکتونه يې اړ شول چې د لګښتونو د کنټرول لپاره کارګران له دندو ګوښه کړي. د مالوماتو له مخې، تېر کال په امریکا کې نږدې ۱۰۰ زره تولیدي دندې کمې شوې وې.
د ټرمپ د يادې پالیسۍ پایله دا شوه، چې امریکایان د امریکا د تعرفې پالیسۍ د قربانیانو د لېست سر کې ځای لري.
































