د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اپريل په اوومې نېټې د هرمز تنګي د يوې پرېکړې د مسودې په اړه رايګيري ترسره کړې ده.
پاکستان او کلومبيا دغې مسوې ته سپينې رايې ورکړي او د امنيت شورا دوو دايمي غړو چين او روسيې ورته مخالفې رايې کارولي او ياده مسوده يې ويټو کړې ده.
دغه مسوده د بحرين له لوري وړاندې شوې وه او د هرمز تنګي د سوداګريزې کرښې د کارولو نيت لرونکي هېوادونه يې هڅولي وو، چې له دې تنګي څخه د خوندي تګ راتګ د تامين لپاره ګډ دفاعي اقدامات غوره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ له رايګيرۍ وروسته په خپله وينا کې ويلي، چې پر ايران روانه تپل شوې جګړه ممکن نوره هم شديده شي، که دغه مسوده تصويب شوې وای، نو خورا غلط پيغام به یې ورکړی او خورا سخته پايله به یې درلودلی وه.
































