د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزیز کاملوف سره په واشنګټن کې کتلي دي. خليلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوى د افغان سولې پر روان حالت، د تاوتريخوالي پر کمېدو او افغان سولې اړوند د سيمې هېوادونو پر رول، اقتصادي پرمختګ او د افغانستان، پاکستان، ازبکستان او سيمې د اقتصادي اتصال پر اړوندو موضوعاتو خبرې کړې دي. خليلزاد زياته کړې چې دوى به په نږدې وخت کې د دې سيمې د اتصال، سوداګرۍ او پرمختګ لپاره د يو مقدار پيسو پانګونې په اړه اعلان وکړي چې پر اولويتونو به يې لوړ پوړي امريکايي، ازبکستاني، پاکستاني او افغان چارواکي بحث او خبرې وکړي.
































