د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اپريل په اوومې نېټې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، چې جاپان خپله نوې تګلاره “بيا پوځي کېدل ” ګړندۍ کړې او د دې لپاره يې مشخصه کړنلاره او اقدامات برابر کړي دي.
نوموړې ويلي، د جاپان دغه کړنه سیمه ييزه سوله او ثبات ګواښلی شي او دا يو واقعیت او حقیقت دی، چې هېڅوک باید پرې سترګې پټې نه کړي.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې د ډېرې محتاطۍ غږ کړی، چې د جاپان د “نوي ډول ميلتاريستي” عمل پر وړاندې قاطعانه مقاومت وکړي.
راپورونه وايي، د جاپان حکومت پلان لري چې په روانې میاشتې کې د “دفاعي تجهیزاتو د لېږد درې اصول” رسماً تعديل کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نینګ ویلي، چې هېواد يې په دې اړه ډېر اندېښمن دی او هم ډېرو نړيوالو کارپوهانو او پوهو جاپاني اشخاص له دې امله ډېره اندېښنه ښکاره کړې او باور یې ښودلی، چې د جاپان دغه کړنه له جګړې وروسته د دغه هېواد د وسلو په صادراتي پالیسۍ کې د یوه اساسي بدلون معنا لري او د « قاهرې اعلامیې»، « پوټسډم اعلامیې» او «د جاپان تسلیمۍ سند» په ګډون له نړیوالو قانوني سندونو سره په ټکر کې دی او هم د جاپان له اساسي قانون او موجودو کورنیو نورمونو سره په ټکر ده او دا به له جګړې وروسته د جاپاني ميلتاريزم د بیا ژوندي کیدو پر وړاندې اداري محافظتونه کمزوري کړي.
































