د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۷مې نېټې تولام ته پيغام لېږلی او هغه ته يې د ويتنام د دولت رئيس د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنه ده، چې ستراتيژيک اهميت لري او په ټکو کې يې، دواړو هېوادونو له تېرو څو کلونو راهيسې، د مشرانو د لارښوونو په رڼا کې خپلمنځي اړيکو ته چټک پرمختګ ورکړی، د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریو لاسته راوړنې يې پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې دي.
نوموړي ويلي، په نړۍ کې د روانو بدلونونو پر وړاندې د چين او ويتنام ترمنځ د همکاريو پياوړتيا د دواړو ګوندونو او هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري.
































