د چین دولت رئیس شي جین پينګ په دې وروستیو کې د شانګهای ترافیک پوهنتون، شي ان ترافیک پوهنتون، جنوب لوېديځ ترافیک پوهنتون او بېجینګ ترافیک پوهنتون ښوونکیو او محصلینو ته ځوابي پیغامونه استولي دي.
نوموړي په پيغامونو کې لیکلي، چې سږ کال د دغو څلورو پوهنتونونو د جوړېدو ۱۳۰مه کلیزه ده او ټولو ښوونکو او محصلینو ته یې د دې کليزې مبارکي ویلې ده.
شي جين پينګ په پیغامونو کې هیله ښودلې، چې یاد څلور پوهنتونونه به په نوې زمانې کې د چیني ځانګړتیا لرونکي سوسیالیستي نظر تر چتر لاندې د هېواد پر مهمو ستراتيژیکو اړتیاوو تمرکز وکړي، علمي نوښتونه به رامنځته او د مستعدو کسانو روزنه به پیاوړې کړي او د تعلیم، علمي ټکنالوژۍ او وړ کسانو له لارې به د هېواد د ابادۍ په جریان کې نوي خدمتونه وکړي.
































