د پاکستان یوې محکمې د تروريزم د مالي ملاتړ په تور حافظ سعید په پنځه نیمو کلونو بند محکوم کړ. دی د هند په ممبۍ ښار کې د مرګونو بریدونو په پلانولو تورن دی. سعید په دغو بریدونو کې لاس درلودل رد کړي دي. په ۲۰۰۸م کال کې په دغو بریدونو کې د ځینو امریکايانو په ګډون شا او خوا ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. تیره ورځ په لاهور ښار کې د تروريزم ضد یوې محکمې همداراز حافظ سعید شا او خوا ۷۰۰ ډالره جریمه کړ. سعید د لشکر طیبه ډلې بنسټ ايښودونکی دی چې د تروریزم ضد ادارې تېر کال په جولای میاشت کې ونیوه.
































