د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپريل په اتمې نېټې د دغه وزارت په نوبتي خبري ناستې کې د ايران د وضعيت په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې چين د ايران د جګړې له پيل راهيسې د اوربند او سولې لپاره فعالې هڅې کړې دي.
ماو نينګ ويلي، د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اړوندو هېوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره ۲۶ ځله تليفوني خبرې کړي او د منځني ختيځ په چارو کې د چين ځانګړي استازي له منځني ختيځ او خليج سيمې څخه ليدنې کړي دي. برسېره پر دې، چين له پاکستان سره په ګډه د خليج او منځني ختيځ د سولې او ثبات د اعاده کولو لپاره ۵ فقره ييز وړانديز هم کړی دی.
نوموړې ويلي، چين به د مسئولانه او لوی هېواد په توګه د رغنده رول لوبولو ته دوام ورکړي او د خليج او منځني ختيځ د سولې او ارامۍ د اعاده کولو لپاره به خدمتونه وکړي.
































