د ملګرو ملتونو پراختایي پروګرام وایي، د جینوا په غونډه کې به مرستندویان له افغانستان سره مرستې کمې کړي. افغانستان کې د «یو ان ډي پي» استازی وایي، د مرستو د کمولو لامل به دا وي، چې د کرونا وبا له کبله ناورین د مرستندویه هېوادونو خپل اقتصاد ځپلی، خو د افغانستان مالیې وزارت وایي تر اوسه په جینوا ناسته کې د مرستو کمول نه دي معلوم. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي ویلي، د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د نړۍ د هېوادونو داخلي ناخالصو تولیداتو کې شل سلنه کموالی راغلی؛ نو مرستندویه هېوادونه خپلې ډیری سرچینې د کرونا ناروغۍ له امله د منفي اغېزو پر وړاندې پر مبارزې لګوي؛ نو له دې سره به په ژنېف ناسته کې هم له افغانستان سره د کمو مرستو ژمنې وشي. تر دې مخکې هم له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د کمېدو په اړه بېلابیل راپورونه خپاره شوي؛ خو افغان حکومت لا تر اوسه هم دغه موضوع نه تاییدوي.
































