د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د اپرېل په اتمې نېټې د ايران او امريکا ترمنځ د اوربند خبر ورکړ او ايراني او امريکايي پلاويو ته يې په پلازمېنې اسلام اباد کې د خبرو د پيل بلنه ورکړه. د شخړې ښکېلو خواوو هم لېوالتيا ښودلې، چې د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.
د دوی د خبرو نيت او څرګندونو د منځني ختيځ د کړکېچن وضعيت پر ښه والي لږه رڼا خوره کړې، خو دا پدې مانا نه ده، چې شخړه به پوره پای ته ورسېږي، ځکه اوسمهال د دواړو خواوو ترمنځ د اصلي غوښتنو او دريځونو لوی توپيرونه موجود دي او دغه راز د سولې پايله د دواړو خواوو د خبرو په ارادې او د مصالحت په کچې پسې تړلې ده.
چين او پاکستان يوه اونۍ مخکې د حقيقت او برابرۍ پر بنسټ او د مسئلې د هراړخيز حل په موخه ۵ فقره ييز وړانديز کړی دی. دغه وړانديز د اوسني رکود د ماتولو او د منځني ختيځ د دايمي سولې لپاره يوازېنۍ لاره او د چين او پاکستان د همکاريو نوې نمونه بلل کېږي.
نړيوالې ټولنې په منځني ختیځ کې د سولې لپاره د چين او پاکستان د ګډو هڅو ستاينه کړې ده. دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيک منځګړيتوب له غوره والي څخه استفاده کړې او د خبرو لپاره يې قيمتي فضا برابره کړې ده.
اوربند يوازې پړاوييزه لاسته راوړنه ده او رښتينې سوله بیا د دواړو خواوو ترمنځ اجماع ته اړتيا او هم د دواړو خواوو په صميميت او مصالحت پسې تړاو لري.
د ايران په لس ماده ييز پلان کې د هرمز تنګي د کنټرول حق، له ايران څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او پر دغه هېواد د بنديزونو د لغوه کولو په شمول ځينې غوښتنې شاملې دي او دا يې د امريکا د بادارۍ غوښتونکو کړنو په مقابل کې کړې دي.
د امريکا د نظامي ګواښ دريځ او يواړخيز ذهنيت ته په کتو، داسې نه ښکاري، چې واشنګټن به د تهران یاد شرطونه ومني. د دواړو هېوادونو ترمنځ همدغه رکود د اصلي موخې يا د سولې پر وړاندې خنډ دی. کله چې امريکا له بادارۍ لاسه واخلي او د مختلفو خواوو معقولو اندېښنو ته پاملرنه وکړي، نو بیا دغه رکود ماتېدلی شي.
ياد حالت ته په کتو، د چين او پاکستان ۵ فقره ييز وړانديز د سيمې د دايمې سولې لپاره ډېر مناسب پلان بلل کيږي. په دغه وړانديز کې له ښکېلو خواوو څخه غوښتل شوي، چې د دښمنۍ کړنې ودروي، د سولې خبرې پيل کړي، د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت ته درناوی وکړي او د انرژۍ د ټرانسپورتي لارې سالم فعاليت ته اجازه او خونديتوب يې ډاډمن کړي.
په دغه وړانديز کې نه يوازې د سيمې اړتياوو ته ځواب ویل شوی، بلکې د بېلا بېلو خواوو پاملرنې او اندېښنې هم پکې تر غور لاندې نيول شوې دي.
دغه وړاندیز د هغې مرکزي مفکورې ښکارندويي کوي، چې ټولې خواوې باید يو د بل ملي حاکميت ته درناوی وکړي او په سياسي لارو چارو باید مسئلې حل کړي. دغه وړانديز د ترينګلي وضعيت په ارامولو کې ګټور رول لوبولی، د شخړې د اصلي سرچينې د حل لپاره يې خدمت کړی او د سيمې د دايمي امنيت لپاره يې روښانه مسير جوړ کړی دی.
د منځني ختيځ د سولې لپاره د چين او پاکستان همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر فصل د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ښه نمونه ده. چين د سوله ييز پرمختګ د مفکورې پر اساس له پاکستان سره ګډې هڅې کړي او په عمل کې يې د لوی هېواد مسئولانه بڼه ښودلې ده.
چين او پاکستان په منځني ختیځ کې د سولې لپاره هڅې کوي، خو امريکا بیا د بادارۍ په لټه ده.
د لانسنټ « The Lancet» مجلې څېړنې ښيي، چې له ۱۹۷۱م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، په نړۍ کې د امريکا د يواړخيزو بنديزونو له امله ۳۸ ميليونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دا شمېر د لومړۍ نړيوالې جګړې د قربانيانو د شمېر په پرتله څلور برابره زیات دی.
امريکا ځان ته د بشري حقونو د سندريز څلي نوم ورکړی، خو د ډيموکراسۍ په پلمه یې ګڼې جګړې پيل کړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې څرګندې لاسونې کوي. نړيوالې ټولنې د واشنګټن دغه کړنې بیا بیا غندلې دي.
د امريکا، اسرائيل او ايران ترمنځ اوربند د سولې په مانا نه دی، بلکې دا د شخړې د ارامېدو پيل دی. د چين او پاکستان ۵ فقره ييز وړانديز د منځني ختيځ د سولې لوری روښانه کړی، خو د دغه وړانديز تطبیق د ښکېلو خواوو صميميت ته اړتيا لري. چين او پاکستان به همکاريو ته دوام ورکړي او په مداومه توګه به د شخړې ښکېلې خواوې وهڅوي، چې صميميت وښيي او د جوړجاړي ګامونه پورته کړي.































