د چين د موټرو توليدي ټولنې په دې وروستيو کې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په مارچ کې د دغه هېواد د موټرو د توليد او پلور اندازې زياتې شوې دي.
د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين د موټرو د صادراتو شمېر ډېر زياتوالی موندلی دی.
شمېرې ښيي، په تېر مارچ کې د چين د موټرو توليدي اندازه ۲ ميليونو او ۹۱۷ زرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۴.۴ سلنه ډېروالی ښيي او د پلور اندازه يې ۲ ميليونو او ۸۹۹ زرو ته رسېدلې، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۰.۶ سلنه زياتوالی ښيي.
سربېره پر دې، په تېر مارچ کې د چين د موټرو صادرات له ټاکل شوې اندازې ډېر زياتوالی موندلی او په همدې میاشتې کې یې د موټرو د صادراتو شمېر ۸۷۵ زرو ته رسېدلی، چې دا د تېرې جنورۍ په پرتله ۳۰.۲ سلنه زياتوالی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۲.۷ سلنه ډېروالی ښيي.
د مالوماتو له مخې، په تېر مارچ کې د چين د نوې انرژۍ موټرو د صادراتو شمېر ۳۷۱ زرو ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.































