د چين دولتي شورا د اپريل په ۹مې نېټې په داخلي مغولستان کې د ازادۍ سوداګرۍ د ازمايښتي سيمې د جوړېدو عمومي پلان خپور کړی.
په داخلي مغولستان کې د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سیمې په جوړېدو سره به په چين کې د دغو سيمو شمېر ۲۳ ته ورسېږي.
د چين د دولتي شورا ياد پلان به داخلي مغولستان ته د اصلاحاتو په برخه کې پراخ واکونه ورکړي او وبه یې هڅوي چې په بېلا بېلو برخو کې ازموينه او مخکښ ګامونه پورته کړي.
په دغه پلان کې د سرحدي سوداګرۍ پياوړتيا، د نړيوالو لوجیستيکي چارو د پياوړتيا، د ساينس او ټکنالوژۍ د لاسته راوړنو د استفادې او په بېلا بېلو برخو کې له نورو هېوادونو سره د تبادلو او همکاريو د پراختيا په شمول د اصلاحاتو پر ۱۹ مهمو اقداماتو ټينګار شوی دی.
































