د چين د کوه مين تانګ ګوند مشرې جنګ لي ون او مل پلاوي يې د اپرېل د لسمې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د چين د کمونېست ګوند له عمومي منشي شي جين پینګ سره ليدلي دي.
شي جين پینګ له جنګ لي ون سره په خبرو کې د دواړو ګوندونو د مشرانو ترمنځ روانه ليدنه، چې له لس کلن ځنډ وروسته شوې، د اړيکو لپاره او همدارنګه د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو لپاره ډېره ارزښتناکه بللې ده.
نوموړي ويلي، د نړۍ حالت او د تايوان تنګي وضعيت چې هرڅنګه بدليږي، د چيني ملت د لويې بيا سمسورتيا لوی تمایل به بدل نه شي او نه به هم د تنګي د دواړو غاړو د وطنوالو د نږدې او يوځاي کېدو لوی رجحان بدل شي.
شي جين پينګ د تايوان تنګي د دواړو غاړو د اړيکو په اړه څلور فقره ييز وړانديز کړی او ويلي يې دي، چې د تنګي دواړه غاړې دې د روحي او ذهني يووالي لپاره پر سم پوهاوي ټينګار ولري، د سوله يیز پرمختګ له لارې دې ګډ کور خوندي وساتي، د نظرتبادلو او ادغام له لارې دې ښېګڼې زياتې کړي او د چيني ملت د لويې بيا سمسورتيا لپاره دې په يو لاس کوښښونه وکړي.
جنګ لي ون په خپلو خبرو کې ويلي، چې د تنګي د دواړو غاړو خلک د يان او هوانګ امپراتورانو اولادونه دي او پر چيني ملت پورې اړه لري، له چیني کلتور څخه اغېزمن شوي او ټول چینایان دي او د یوې کورنۍ غړي دي، نو ځکه باید ټول ملت د ډاکټر سن یات سین لخوا د وړاندیز شوي د چین د بیا سمسورتيا د ارمان پوره کولو لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړې ويلي، کوه مینتانګ ګوند او کمونېست ګوند باید پر “۱۹۹۲م کال اجماع” ټينګار ولري او د ” تایوان بېلتون غوښتونکو سره باید مخالفت او پر همدې ګډ سياسي بنسټ باید متقابل سياسي اعتماد پیاوړی کړي، د اړیکو د پلیټ فارم رول باید ولوبوي، د چین تاریخ باید وساتي او چیني کلتور باید خپور کړي، د خلکو، رېښيز قشر، اقتصاد او سوداګرۍ، کلتور په ګډون ډېرو برخو کې باید نظر تبادلو او همکاريو ته وده ورکړي، د ځوانانو له تبادلې او پرمختګ باید ملاتړ وکړي، د خلکو ګډه هوساینه باید لوړه او د تنګي د دواړو غاړو اړیکو ته سوله يیز پرمختګ ورکړي او روښانه راتلونکی يې باید رامنځته او د چیني ملت لويه بیا سمسورتيا پوره کړي.
































