د سیاسي چارو او د بهرنۍ پالیسۍ متخصصانو د کانګرس غړو ته ویلي، د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن باید له افغانستان د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخه ونیسي. د سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې د راپور له مخې، دوی ویلي، د امریکا د ملاتړ له دوامه، په تېره بیا له هوايي ملاتړه پرته، افغان ځواکونه طالبان نه شي ماتولی. د چارو متخصصانو د کانګرس وسله والې خدماتي کمېټې ته خبرداری ورکړی چې د سولې له موافقې پرته له افغانستان د پوځیانو ایستل تدریجي تسلیمي ده او تروریستي شبکو ته زمینه برابروي چې یو وار بیا په افغانستان کې د امریکا پر ضد د برید دسیسه جوړه کړي. د کانګرس د وسله والو خدماتو په دې استماعیه غونډه کې، د سپینې ماڼۍ چارواکو ګډون نه دی کړی. ځینو متخصصانو ویلي، کم شمېر تروریستي ضد ځواکونه به، که یې شمېر ۲۵۰۰ یا تر دې لږ وي، د افغانستان حکومت ونه شي ساتلی او دا به پر امریکا د یوې بلې تروریستي حملې امکان برابر کړي.
































